info@ghoricement.com


د غوري سمنټو تصدۍ لنډ تاریخ

noimage.jpg

د غوري سمنټو لومړۍ فابریکې د چکسلواکیا هیواد د متخصصینو تر نظر لاندې په ۱۳۴۱هجري لمریز کال کې په شپه او ورځ کې د (۴۰۰) ټنه تولیدي ظرفیت په درلودو په فعالیت پیل وکړ او له پيله تر دې دمه باکیفیته سمنټ تولیدوي چې ښه سیمیز شهرت لري.

د غوري سمنټو دوهمه فابریکه چې په شپه او ورځ کې د (۱۰۰۰) ټنو سمنټو د تولید ظرفیت لري او په هیواد کې د لوند (مرطوب) سیسټم سمنټو د تولید تر ټولو لویه فابریکه ده، تولید ېې د ۴۰۰مارک درلودونکي پورټلنډ سمنټ دي.

ددې فابریکې د منتاژ کار د چکسلواکیا هیواد په مرسته په ۱۳۶۳کال کې پیل او په ۱۳۶۷کال کې د امنیتي ستونزو له امله ودرید. یاده فابریکه له ۲۰ کلونو څخه ډیره موده نیمه کاره پاتې شوه او زیات شمیر پرزې ېې لادرکه او له کاره ولویدې. د غوري سمنټو دوهمې فابریکې د هغه تړون له مخې چې په ۱۳۸۶ کال کې د دولت او یو خصوصي شرکت (افغان انویستمنت) تر منځ لاسلیک شو د هغوی د هڅو له امله ېې په ۱۳۹۱کال کې په کار پیل وکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصادي پالیسۍ په اساس د کانونو او پطرولیم وزارت او د افغان انویستمنت کمپنۍ ترمنځ د شوي پروتوکول له مخې، د غوري سمنټو د فابریکو ترڅنګ د کرکر، دودکش، آهندرې او خوردرې د سکرو کانونه د هغوی له ټولو منقوله او غیرې منقولو جایدادونو سره د ۱۳۸۶هجري لمریز کال د وري میاشتې له لمړۍ نیټې نه د (۴۹) کلونو لپاره د افغان انویستمنت کمپنۍ ته چې د هیواد له ملي پانګوالو څخه جوړه وه اړوند شول.

خپلو کړو ژمنو کې د افغان انویستمنت کمپنۍ د ناغیړۍ له امله په ۱۳۹۵ کال کې د کانونو او پټرولیم وزارت د وړاندیز پراساس، د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۱۳۹۵/۱۹/۱۵ نیټې په (۲۱)شمیرې مصوبه کې له افغان انویستمنت کمپنۍ سره د غوري سمنټو د فابریکو او د کرکر، دودکش، آهندرې او خوردرې د سکرو د کانونو د تړون لغوه کول په یوه انتقالي مرحله کې تصویب کړ، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۳۹۷/۱۰/۰۹ نیټې د (۳۲۱۷پر۶۸۱۷)نمبر مکتوب له مخې له شاوخوا ۱۲ کلونو وروسته د ۱۳۹۷کال د مرغومې میاشتې په ۱۱نیټه د بغلان د والي، ددې ولایت د امنیتي، اړوند او ځینو نورو ادارو د مسوولینو په حضور کې بیاځلي د کانونو او پټرولیم وزارت د تشکیلاتي جوړښت په چوکاټ کې شامل شول.

د فابریکې د چارو د ګړنديتوب او له بحراني وضعیت څخه ېې د ژغورلو په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت کابینې د ۰۴/۰۲/۹۸ نیټې د (۳)شمیرې مصوبې په اساس ددې فابریکې مسوولیت د ۱۳۹۸کال په غويي میاشت کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې ته وسپاره.

د ملي پراختیا عملیاتي ادارې د کار په پيل سره ددې تصدۍ پر وړاندې ډیرو ستونزو شتون درلود او اړینه وه چې له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره جدي اقدامات ترسره شي. نو په دې اساس د عملیاتي ادارې او د سمنټو د تصدۍ مسوولین هوډمن شول څو د تصدۍ په وضعیت کې بدلون راولي.

د درې میاشتنیو او یو کلنو پلانونو او د ټولو مدیریتونو لپاره د کاري پلانونو ترتیبول، د میکانیزمونو جوړول، د وسایلو او تجهیزاتو پیرودل، د سمنټو د تولید او کیفیت د کچې لوړول، له ایران څخه د ناسوزه خښتو پیرود او د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره د فابریکې د شاوخوا ساحې شنه کول هغه فعالیتونه دي چې د کیفیت او کمیت د لوړیدو ترڅنګ، په بازار کې د غوري سمنټو د تقاضا د لوړیدو لامل شوي دي.

اوس مهال غوري سمنټ په ورځ ۶۰۰ټنه تولید لري او د تولید لوړې کچې ته د رسیدو په موخه ېې لا هڅې دوام لري.